په لومړي ځل د خوست د غلام خان له لارې ټرانزیټي محموله تر سره او د ولسونو لخوا یې تود هر کلی وشو. په دې مراسمو کې د خوست ولسونو د هغو باروړونکو موټرو تود هرکلی وکړ، چې په ترانزیټي مالونو بار د خوست سرحدي ګمرک ته راورسېدل. د خوست والي مهمند کټوازي وویل چې په لومړي ځل د غلام خان له لارې د ترانزیټي مالونو محموله تر سره شوه، چې په دې سره غلام خان له مرکزي اسیا سره وصل او د ترانیزیټي موټرو تګ راتګ پرې پیل شو. نوموړي وویل چې په دې لار به د ترانزیټ لپاره نورې اسانتیاوې هم رامنځته شي. کټوازي وویل، چې خوست د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې ډېر فرصتونه لري او د منظمو پلانونو له مخې به د هر اړخیز پرمختګ لپاره هڅه وکړي.
































