امریکا په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر اوسنۍ کچه اندېښنه ښودلې ده. د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي تېره شپه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دوی د افغانستان وضعیت له نږدې څاري. د کربي په خبره په افغانستان کې تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی دی او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده. د ده په وینا د سولې له خبرو سره هممهاله ټاکل شوې وه چې تاوتریخوالی کم شي، خو اوسنی روان تاوتریخوالی ښيي چې وضعیت کړکېچن دی او افغانان د جګړو له ډېرېدو اندېښنه لري. پنټاګون تر دې وړاندې هم ویلي وو چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د جدي اندېښنې وړ ده خو په دې تړاو یې خپل اقدامات نه دي روښانه کړي.
































