د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د حکومت لوړپوړو چارواکو ویلي چې بایډن د ګوانتنامو د تړلو پلوی دی. بلخوا د امریکا ددفاع وزارت ویاند هم ویلي چې پنټاګون ددغه زندان د تړلو ملاتړ کوي. ګوانتنامو د امریکا تر ټولو خطرناک او وحشتناک زندان دی چې کلونه یې د بشري حقونو د قوانینو او هوکړو پر خلاف فعالیت کړی دی. ملګرو ملتونو په وروستیو کې د بایډن له حکومت غوښتي چې دغه زندان وتړي. تر دې وړاندې بارک اوباما هم ژمنه کړې وه چې دغه زندان به تړي خو ژمنه یې عملي نه شوی کړی، ټرمپ بیا ددې زندان په اړه هېڅ راز واضح دریځ نه درلود.
































