طالبانو یوازې د امریکایي سرتېرو د وتلو او خپلو زندانیانو د خوشي کولو لپاره له امریکا سره د سولې هوکړه لاسلیک کړې ده. امریکايي پوځي او د امریکا د استخباراتي ادارې پخوانی مشر ډیویډ پېټریس وایي طالبان یوازې دا غواړي چې امریکایي عسکر له افغانستان ووځي او د دوی زندانیان له بنده خوشي شي. نوموړي په تازه څرګندونو کې په افغانستان کې اوسنی وضعیت د جدي اندېښنې وړ بللی دی او په دې باور دی چې طالبان د سولې په برخه کې ناغېړي کوي. هغه ویلي چې طالبانو د تاوتریخوالی د کمولو لپاره نه بلکې د خپلو زندانیانو د خوشي کولو او همدا راز له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره هوکړه لاسلیک کړې ده. بلخوا د په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر هم د امریکايي ځواکونو ایستل خطرناک اقدام بللی دی. د ده په وینا که امریکایي حکومت د سرتېرو د ایستلو پرېکړه وکړي نو په افغانستان کې به د خونړۍ جګړې له امله ناورین رامنځ ته شي.
































