د المان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې سرتېري به یې تر هغه وخته پورې په افغانستان کې پاتې شي څو پورې چې بین الافغاني مذاکرات یوې مثبتې پایلې ته رسېدلې نه وي. هایکو ماس زیاته کړې، مخکې تر دې چې په افغانستان کې یې د سرتېرو ماموریت پای ته ورسېږي باید تمدید شي. هغه زیاته کړې، ښایي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ روان مذاکرات تر مارچ مياشتې پورې کومې پایلې ته ونه رسېږي نو د الماني سرتېرو ماموريت دې هم اوږد کړل شي. ماس دغه راز د اړتیا په صورت کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې تر ۱۳۰۰ پورې عسکرو ځای پر ځای کېدو ته هم چمتوالی ښودلی دی. نوموړي څرګنده کړې، المان غواړي چې دغه ماموریت د ایتلافي ملګرو سره یو ځای په مسوولانه توګه پای ته ورسوي څو د سولې پروسه له ګواښ سره مخ نه شي.
































