د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب یو ځل بیا ویلي چې طالبانو په سیاست کې ماتې خوړلې ده او اوس مهال یوې پراخې جګړې ته د چمتوالي په حال کې دي. محب زیاته کړې چې د افغان دولت لومړیتوب سوله او په هېواد کې د تاوتریخوالي پای ته رسېدل دي خو طالبان سولې ته هیڅ ژمنتیا نه لري او په بېلو پلمو د خبرو مېز پرېږدي، خپلې نامشروع جګړې ته دوام ورکوي او په همدې توګه غواړي ځان د زور له لارې واک ته واک ته ورسوي چې د ده په وینا دا په هیڅ صورت امکان نه لري. د نوموړي په خبره، افغان دولت سولې او جګړې دواړو ته پوره چمتوالي لري او ټینګار یې کړی دی چې که چېرته طالبان تاوتریخوالي ته دوام ورکړي نو د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره به مخ شي.
































