طالبانو د ناټو غړو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره دې خپل سرتېري له افغانستان وباسي. داسې مهال چې راتلونکې اونۍ د ناټو ددفاع وزیران د افغانستان په اړه غونډه کوي، طالبان وایي چې باید د دوحې له هوکړې سره سم بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي. دوی ویلي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور دوام د هېچا په ګټه نه دی او یوازې جګړې به اوږدې کړي. طالبانو په دې اعلامیه کې همدا راز ویلي چې امریکا یې نه تر دې دمه د هوکړې مطابق زندانیان خوشي کړي دي او نه یې هم د مشرانو نومونه له تور لېست ایستلي دي. دوی همدا راز ویلي چې افغان حکومت پر طالبانو بریدونه هم ډېر کړي دي. بلخوا د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار په یوه خبري غونډه کې ویلي چې طالبان د سولې پلویان نه دي او جګړو ته ادامه ورکوي.
































