د راپورونو له مخې سلګونه باروړونکي موټر د میدان وردګو ولایت په مربوطاتو کې درېدلي دي او له څو ورځو راهیسې یې د مسافر وړونکو موټرو پر مخ هم لاره بنده کړې ده. د معلوماتو له مخې افغان حکومت تر دې دمه ددغه کسانو غږ نه دی اورېدلی او نه یې هم ددوی د ستونزو د حل ژمنه کړې ده. موټر چلوونکي وایي چې پر لویو لارو له پرتو پوستو، ترانسپورتي ادارو او مفسدو امنیتي چارواکو تر پوزې راغلي دي او دومره ګټي چې په پوستو او ګمرکونو کې یې دوی ته ورکوي. دوی له حکومت غواړي چې ستونزه یې په بنسټیزه توګه حل کړي او پر لارو د امنیتي ځواکونو او ځینې اداراتو د فساد مخنیوی وکړي.
































