د ولسمشر لومړي مرستیال په اسلام کلا ګمرک کې د اورلګېدنې په اړه ویلي چې د افغانستان اوسني بندرونه له اړتیاوو سره سم نه دي جوړ شوي چې له امله یې دغه ډول ستونزې رامنځ ته کېږي. نوموړي سوداګرو ته د ډاډ په موخه ویلي، ښه ده چې دغه پېښه ځاني تلفات نه لري او په خبره یې سر چې روغ پاتې شي خولۍ پرېمانه دي. نوموړي همدا راز ویلي چې له ځينو بهرنیو کمپنیو سره یې په افغانستان کې د ګمرکي تاسیساتو د جوړولو لپاره خبرې کړې دي خو تر دې دمه یوازې یو ستر بهرنی شرکت دې ته تیار شوی دی چې په افغانستان کې په ګمرکي برخه کې پانګونه وکړي. صالح ویلي چې ډېر ژر به د ولسمشر د پلان پر بنسټ ګمرکونو ته پراختیا ورکړل شي او د اړتیا او غوښتنو سره سم تاسیسات به پکې جوړ کړل شي. د اسلام کلا په ګمرک کې تېره ورځ اورلګېدنه رامنځ ته شوه چې له امله یې افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیانونه اوښتي دي.
































