تر دې دمه شاوخوا پنځوس میلیونه امریکایانو ته د کرونا واکسین ورکړل شوي دي. د امریکا د ناروغیو د وقایې ادارې په تازه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي دي چې تر دې دمه یې شاوخوا ۳۷ میلیونه امریکایانو ته لومړی دوز او ۱۳ میلیونه وګړو ته دواړه دوزه واکسین ورکړي دي. له دې سره هممهاله فایزر کمپنۍ هم ویلي چې تر دې دمه یې پر ۶۷ میلیونه وګړو د کرونا واکسین وېشلي دي. امریکا داسې مهال د پنځوس میلیونه وګړو د واکسین کېدو خبره کوي، چې بایډن ویلي وو په سلو لومړیو کاري ورځو کې به شاوخوا سل میلیونه امریکایانو ته د کرونا واکسین ورکوي. امریکا یو له هغو هېوادونو دی چې په کرونا پکې تر ټولو ډېر خلک اخته دي او تر ټولو ډېره مړینه هم د کرونا له امله په امریکا کې پېښه شوې ده.
































