د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي چې په افغانستان کې د یوې نوې جګړې لپاره تیاري روانه ده. نوموړي چې نن یې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو په مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې خبرې کولې وویل، باوري اسناد او معلومات لري چې د سیمې هېوادونه له څو بندرونو افغانستان ته نوې وسلې، تجهیزات او وسایط لېږي. دده په خبره افغان حکومت ددغه فعالیتونو مخه نه نیسي او داسې ښکاري چې حکومت هم د سولې د تخریب په لټه کې دی او د بلې جګړې لپاره تیاری روان دی. نوموړي ویلي دغه وسلې او تجهیزات تر ډېره پر هغو جنګي قومندانانو وېشل کېږي چې له طالبانو سره د جګړې سابقه لري او حکومت غواړي له دې لارې دوی وځپي. حکمتیار پر امریکا غږ وکړ چې د سولې لپاره رښتیني اقدامات وکړي، د جګړې ددوام عوامل دې ختم کړي، د سولې هوکړه دې عملي کړي، د سرتېرو د ایستلو پروسه دې چټکه کړي او تر څنګ یې د سولې د سبوتاژ په برخه کې د افغان حکومت د اقداماتو مخنیوی وکړي. حکومت تر اوسه د حکمتیار پر دغه څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی.
































