د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار حکومت ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره دې له دوی سره شوې هوکړه باید عملي کړي. نوموړي په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل که حکومت له دوی سره شوې هوکړې عملي نه کړي نو ارګ به محاصره کړي او تر هغه به یې محاصره کړي چې غوښتنې یې عملي شوې نه وي. حکمتیار په ارګ کې حاکمه کړۍ فاسده او بېکاره وبلله او په وینا یې له خپلو پلویانو به وغواړي چې دغه کړۍ د پرچمیانو په څېر محاصره کړي. دده په وینا په څو لنډو ورځو کې به په کابل کې پراخ لاریونونه پيلوي او ارګ به محاصره کوي. دده په خبره که یې حکومت هوکړه عملي نه کړي نو ارګ به تر هغه محاصره کړي چې پر ملت د مفسدینو واکمني ختمه شي.
































