ولسمشر غني یو ځل بیا په هېواد کې د جګړې پای ته رسېدو او د سولې ټینګښت ته هیله مندي ښودلې ده. نوموړي نن له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د وتلو ۳۲مې کالیزې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي چې افغانستان به سولې ته رسېږي. هغه تېرو کورنیو جګړو ته په اشارې ویلي چې د شوروي لښکرو پر وړاندې د افغانانو د جهاد هدف د یو اسلامي نظام رامنځته کول و خو د ده په وینا؛ له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو غیر مسوولانه وتل د کورنیو جګړو لامل شو. نوموړي ټینګار کړی دی چې له تېرو ترخو تجربو په زده کړې ټول افغانان باید په خپل یووالي سره په افغانستان کې تلپاتې سوله یقیني کړي.
































