د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د لښکرو د ۳۲مې کالیزي په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي چې د شوروي پر وړاندې د افغانستان د بریا یواځینی راز د افغانانو یووالی وو. نوموړي دغه راز په هېواد کې د سولې په اړه روانو هڅو ته هیله مندي ښودلې او زیاته کړې یې ده چې دا هڅې به بلاخره په افغانستان کې روانې څلوېښت کلنې جګړې ته د پای ټکی کېږدي. عبدالله ویلي چې په افغانستان کې د سولې ټینګېدو په اړه د هر عملي اقدام هرکلی او ملاتړ کوي او ټینګار یې کړی چې سوله تر هر څه لومړیتوب دی. بلخوا طالبانو بیا د دغې ورځې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې یو ځل بیا له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی دی او ګواښ یې کړی دی چې که چېرته امریکا پر شوې هوکړه عمل ونه کړي نو دوی به یې هم د وتلو لپاره مزاحمتونه ایجاد کړي.
































