د ایران د دفاع وزیر برید جنرال حاتمي په یوه ځانګړې مرکه کې د ایران د نظامي وړتیاوو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې اوسمهال هم ایران د نړۍ له هغو نظامي قدرتونو څخه یو دی چې په خپله وسلې طراحي کوي او جوړوي. نوموړي زیاته کړې چې دوی به خپلې نظامې وړتیاوې نورې هم پیاوړې کوي. حاتمي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ایران د اټومي انرژۍ د یو با تجربه او پوه مشر فخري زاده د وژل کېدو پر وړاندې به څه اقدام کوي وویل، دوی پوهېږي چې نوموړی چا، څنګه او څه ډول وژلی دی. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام د فخري زاده د وژنې د غچ اخیستو خبره کړې ده او زیاته کړې یې ده چې دا کار به خامخا خو په یو مناسب فرصت کې کوي.
































