د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له حکومت ناراضه دی او په خبره یې، د حکومت مشرانو له ده سره لاسلیک کړې هوکړه نه ده عملي کړې. نوموړي د ارګ د کلابندۍ خبرداری ورکړی او وایي چې له خپلو پلویانو سره به یو ځای ارګ محاصره کړي او تر هغه به دې محاصرې ته ادامه ورکړي چې ارګ یې خبرې منلې نه وي. نوموړي همدا راز پر حکومت تور پورې کړ، چې د سولې بهیر سبوتاژ کوي او همدا راز جګړو او ناندریو ته لمن وهي. افغان حکومت بیا د حکمتیار پر څرګندونو غبرګون ښودلی او زیاتوي چې په ارګ کې چا ته په زور د ننوتو اجازه نه ورکوي او افغان ځواکونه د نظام ساتونکي دي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، افغان حکومت له دوی سره د سولې شوې هوکړه نه ده عملي کړې او دوی مجبور شوي چې د ارګ د دې نه ژمنتیا پر وړاندې غبرګون وښيي. د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پرون د پخواني شوروي اتحاد د سرتېرو د وتلو د کلیزې په مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل چې حکومت یې نه زندانیان خوشي کړي او نه یې هم د دغه ګوند کسان په حکومت کې جذب کړي دي.
حکمتیار حکومت ته خبرداری ورکړی چې د سولې هوکړه عملي کړي او که داسې و نه کړي، نو دوی به یې پر وړاندې غبرګون وښيي. هغه په ارګ کې حاکم کسان مفسد او پرديپال وبلل او په خبره یې، یوه ځانګړې کړۍ په ارګ کې حاکمه ده چې د دوی هوکړه نه عملي کوي او تر څنګ یې د سولې هڅې هم سبوتاژ کوي. هغه ګواښ کړی، چې له خپلو پلویانو به د ارګ محاصره وغواړي او که حکومت یې پر ژمنو عمل و نه کړي، نو د دې احتمال شته چې پر لا سختو لارو چارو فکر وکړي. د حکمتیار په خبره: «ارګ او ارګ مېشتی دې واوري چې تر ارګه ځو، ارګ مېشتو ته ښایو که زموږ ټول زندانیان ژر بې له کوم قید او شرطه ازاد نهشي او زموږ مامورین، مجاهدین او افسران د شوې هوکړې پر بنسټ مدغم نهشي او کډوال مو ښارونو کې ځای پر ځای نهشي، ارګ تر هغې محاصره کوو چې د مفسدینو واک پای ته ورسوو».
حکمتیار همدا راز وویل چې افغان حکومت په هېواد کې د یوې نوې جګړې د پیل لپاره هڅې پیل کړې او د سولې روان بهیر سبوتاژ کوي. د ده په خبره، همدا اوس دی کره معلومات لري، چې د هېواد له مهمو بندرونو له وسلو او مهماتو ډک موټرونه راځي، وسایط راځي، تجهیزات راځي او هغو سیمو ته رسول کېږي چې هلته د طالبانو ضد قوماندانان اوسي او یا د طالب ضد جګړې سابقه لري. د ده په خبره: «د یوې نوې جګړې لپاره تیاری روان دی. بیا هم وایم، اسناد لرم چې د غنمو او نورو خوراکي توکو په موټرو کې لسګونه میله وسلې هېواد ته را ننوځي او بیا هغو قوماندانانو ته رسول کېږي، چې دوی له طالبانو سره د جګړې سابقه لري».
حکمتیار دغه راز له امریکا هم وغوښتل چې د سولې پر هوکړه عمل وکړي او په دې توګه په هېواد کې خپل نظامي حضور ته د پای ټکی کېږدي. د حکمتیار په وینا، د امریکا نوی حکومت او جو بایډن باید په دې پوه شي چې په افغانستان کې یې په پاتې کېدو کې ګټه نشته او یوازې د جګړو او ناورین سبب به شي، نو ښه به وي چې د سولې هوکړه عملي کړي. د ده په خبره: «موږ واضح جو بایډن ته وایو، چې د سولې پر هوکړه عمل وکړي. که فکر کوي چې طالبان به نور هم ورته راټيټ شي، خو نه کېږي، نو ښه ده چې امریکا خپل ځواکونه له افغانستان وباسي».
له دې سره جوخت د ولسمشر ویاند دواخان مینه پال بیا د حکمتیار پر څرګندونو غبرګون ښودلی دی. نوموړي ویلي، افغانستان یو مشروع نظام لري، چې خلکو رایه ورکړې، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه یې ساتنه کوي او چا ته اجازه نه ورکوي چې په زور ارګ ته د ننه شي او یا هم یوه مشروع حکومت ته ګواښ پېښ کړي.
































