په میانمار کې تر کودتا وروسته وضعیت خورا ترینګلی شوی دی. د راپورونو له مخې په ډېری ښارونو کې سخت لاریونونه پيل شوي دي او پوځ د لاریونونو د ارامولو لپاره له زور زیاتي او وسلو کار اخیستی دی. ویل کېږي چې په ګڼو ښارونو کې د میانمار پوځ پر لاریون کوونکو ډزې کړې دي او لا ډېر پوځیان د هېواد په ګوټ ګوټ کې ځای پر ځای شوي دي. له دې سره هممهاله په دغه هېواد کې د پوځ له لوري انټرنېټ پرې شوی دی او تازه حکومت ګواښ کړی چې پر ټولو ښارونو به د برېښنا جریان هم پرې کړي. دې مسئلې هم د خلکو اندېښنې پارولې دي. بلخوا امریکا او اروپایي ټولنې تازه د پوځ دغه کړنې غیر مسوولانه بللې او په وینا یې دا به د میانمار لپاره خطرناکې وي.
































