په تېرو دوو ورځو کې تر ۲۰ زره ډېر افغان مسافر له پاکستان خپل هېواد ته راغلي دي. پاکستان له څو اونیو راهیسې د تورخم او چمن دروازې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې وې، خو د دوشنبې په ورځ د دواړو حکومتونو ترمنځ تر یوه توافق وروسته دغه دروازې د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوې دي. راپورونه وایي چې په تېرو دوو ورځو کې تر ۲۱ زرو پورې افغانان له پاکستان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د سرچینو په حواله لس زره په تورخم او یوولس زره بیا د چمن له لارې هېواد ته د ننه شوي دي. دغه کسان داسې مهال هېواد ته د ننه کېږي چې ویره شته دوی به له ځان سره کرونا ویروس ولېږدوي. په لومړي سر کې راتلونکې مسافر معاینه کېدل خو د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله دغه بهیر ناکام شوی دی.
































