د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ګلبدین حکمتیار پر پرونیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی. صالح پر خپله فیسبوکپاڼه په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې حکمتیار تل د واک تږی و او هر لوري ته یې لاس اچولی چې ارګ ته یې ورسوي، خو په څلوېښتو کلونو کې خپل دې ارمان ته نه دی رسېدلی. امرالله صالح ویلي د حکمتیار دا ادعا ناسمه ده چې ګواکي حکومت له قاچاقي لارو وسلې راوړي، دده په خبره افغانستان په قانوني توګه وسلې پېرلی شي نو اړتیا نه لري چې له قاچاقي لارو یې راوړي. صالح دغه راز زیاته کړې چې حکمتیار اوس له جګړو خبرو ته راغلی دی او د مسئلې دې برخې ته باید درناوی وشي. حکمتیار تېره ورځ خبرداری ورکړی و، چې که حکومت له ده سره پر شوې هوکړه عمل و نه کړي نو ارګ به تر هغه محاصره کړي چې مفسد چارواکي د واک پرېښودو ته اړ شي.
































