د خیبرپښتونخوا په جنوبي وزیرستان کې د پوځ پر موټریز کاروان چاودنه کې لږ تر لږه لسو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د خیبرپښتونخوا پولیسو ویلي چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته د جنوبي وزیرستان د واڼه په بایي سړک د ماین چاودنې له امله رامنځته شوې چې په پایله کې یې دوه پوځیان ځای پر ځای وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي. د چارواکو په خبره، په پېښه کې د ټپي شویو څلورو پوځیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی. تحریک طالبان پاکستان د چاودنې پړه پر غاړه اخیستې او د ورته نورو بریدونو خبرداری یې ورکړی دی.
































