په هرات کې وروستۍ اورلګېدنې په نړیوالو او کورنیو رسنیو کې توند غبرګونونه پارولي دي. افغان چارواکو هم پر دې مسئله اندېښنه ښودلې او ولسي جرګه هم دغه پېښه بوږنوونکې بولي. تازه د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني ویلي، چې دغه اورلګېدنې شاوخوا اووه سوه میلیونه ډالر زیان اړولی دی. د ده په وینا، افغان حکومت باید دا پېښه په جدي توګه وڅېړي او په وینا یې، د ولسي جرګې یو پلاوی هم د دې پېښې ارزونه کوي. د هرات والي بیا وایي چې دوی د اتیا سلنې موټرونو او توکو په ژغورنه بریالي شوي دي.
هرات د افغانستان یو له هغو ښارونو دی، چې تر ډېره د هېواد واردات د همدې ولایت له لارې ترسره کېږي. په دې ولایت کې د اسلام کلا مهم سوداګریز بندر پروت دی، چې هره ورځ سلګونه موټرونه په دې سیمه کې ګمرک کېږي او بیا د هېواد نورو ولایتونو ته ځي، خو د سوداګرو په وینا، د ماليې وزارت او د اسلام کلا ګمرک د بې پروایۍ له امله په دغه ګمرکې یوه بوږنوونکې پېښه رامنځ ته شوه چې له امله یې د سوداګرو لسګونو موټرونو او د تېلو او ګازو ټانکرونو اور واخیست. دې مسئلې پر مالیې وزارت او اسلام کلا ګمرک نیوکې ډېرې کړې دي.
تازه د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني په یوه پیغام کې دغه پېښه خورا بوږنوونکې او د اندېښنې وړ بللې ده. میر رحمان رحماني وایي، دغه مسئلې نه یوازې دا چې لسګونو سوداګرو ته درانه زیانونه اړولي، بلکې په هېواد کې د عامو افغانو پر ژوند مستقیم اغېز لري. هغه زیاتوي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، په اسلام کلا کې شوې اورلګېدنې اووه سوه میلیونه ډالر مالي زیانونه اړولي دي. د رحماني په وینا: «د اسلام کلا په ګمرک کې بوږنوونکې اورلګېدنه خورا خواشینوونکې وه. سره له دې چې تر اوسه د دغه پېښې زیانونه په دقیقه توګه نه دي روښانه شوي، خو لومړني معلومات ښيي چې سوداګرو ته اووه سوه میلیونه ډالر زیان اوښتی دی. د دې تر څنګ ځينې خلک په دې پېښه کې ټپیان شوي هم دي».
د ولسي جرګې رییس د مالیې وزارت او د ګمرکونو د برخې ادارات په کم کارۍ تورنوي او په وینا یې، دغه پېښه د دوی د کم کارۍ او بې پروایۍ له امله رامنځ ته شوې ده. د رحماني په خبره: «خو یو څه چې روښانه دي، هغه دا دي چې دغه پېښه د اسلام کلا د ګمرک او مالیې وزارت د کارکوونکو د بې غورۍ له امله رامنځ ته شوې ده. دوی باید سوداګرو او زیانمنو شوو ته د دغه پېښې په تړاو ځواب او وضاحت ورکړي».
د ولسي جرګې رییس دغه راز ژمنه کړې چې د یادې پېښې په اړه به هر اړخیزه پلټنه کوي او معلومات به یې له خلکو سره شریکوي. د ده په خبره: «له دې لارې د پېښې ټولو ټپيانو ته عاجله شفا غواړم. ژمنه کوم چې په دې پېښه کې ټول عوامل په هر اړخیزه توګه څېړو. ولسي جرګه به هر څه په دقیقه توګه وڅېړي او معلومات به له لس سره شریک کړي».
له دې سره جوخت د هرات والي هم په یوه خبري غونډه کې دغه پېښه بوږنوونکې وبلله او په وینا یې، سره له دې چې دوی پر وخت اقدام کړی، خو بیا هم لسګونه موټرونه د اور لمبو سوي دي. د ده په وینا، دوی بریالي شوي چې شاوخوا اتیا سلنه موټرونه وژغوري. هغه وایي، چې د ژغورل شوو وسایطو شمېر تر دوو زرو اوړي.
بلخوا افغان سوداګر بیا حکومت د وروستۍ پېښې مسوول بولي او په وینا یې، دوی په ځلونو افغان حکومت ته شکایت کړی چې د اسلام کلا ګمرک د موټرونو د تم کېدو ظرفیت نه لري او د داسې پېښو احتمال شته دی. سوداګر وایي چې که ګمرک له فساد پاک وی او کارونه په وخت ترسره کېدی، نو سلګونه موټر به دې ته نه اړ کېدل چې په ګمرک کې پاتې شي او دوی ته به زیانونه هم نه اوښتل. افغان حکومت بیا تر اوسه یوازې ویلي: «چې سرونه جوړ وي، خولۍ پرېمانه دي».
































