د راپورونو له مخې نن سهار شاوخوا اوه بجې د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې عیدګاه جومات ته څېرمه ناپېژانده وسله والو د یوه کرولا ډوله موټر پر سپرلۍ ډزې کړې دي. په دې پېښه کې درې کسه وژل شوي دي. تر اوسه د پېښې په اړه لا ډېر وضاحت نه دی ورکړل شوی او نه هم کوم لوري ددې برید مسوولیت منلی دی.
































