د کابل د پلچرخي زندان ځیني بندیان وايي د نه خوړلو اعتصاب یې پیل کړی دی. بې کیفته خواړه، ناروغانو ته د روغتیايي خدمتونو نه رسېدل او د بندیانو د خوشې کېدو په تړاو د ولسمشر غني د فرمان نه پلي کېدل هغه څه دي چې د پلچرخي زندان بندیانو یې له امله د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی دی. دوی وايي، د سې شنبې د ورځې له مازیګر وروسته یې د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی او که غوښتنو ته یې ځواب ونه ویل شي، اعتصاب ته به دوام ورکړي. د افغانستان د محابسو د عمومي ریاست مسؤلین د بندیانو د اعتصاب په اړه څه نه وايي، خو وايي، د پلچرخي زندانیانو، د ځای، درملو، درملنې، خوړو او د دوسیو د کره څېړلو لپاره، د ولسمشر د حکم له مخې جدي تدابیر نیول شوي او په پلي کېدو یې پیل شوی دی.
































