کومانډو ځواکونو په بغلان کې د طالبانو یو زندان مات کړی دی. ملي دفاع وزارت وایي چې د ځانګړو ځواکونو قطعې تېره شپه په بغلان کې د طالبانو پر یوه زندان عملیات ترسره کړي دي چې له امله یې دغه زندان مات کړی او ۴۲ کسان یې د طالبانو له بند خوشي کړي دي. عملیات د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په علي خواجه کلي کې ترسره شوي دي. ملي دفاع وزارت وایي چې په دې زندانیانو کې ۲۵ کسه یې نظامیان او پاتې ۱۷ نور یې ملکیان دي. افغان ځواکونو تر دې وړاندې هم په ګڼو ولایتونو کې د طالبانو زندانونه مات کړي او له دې زندانونو یې ګڼ کسان خوشي کړي دي.
































