په یمن کې نوې جګړې نښتې چې د ملګرو ملتونو اندېښنه یې پارولې ده. د راپورونو له مخې حوثي یاغیانو تازه د یمن په شمال کې پر مأرب ښار بریدونه کړي دي. دا هغه ښار دی چې تر ډېره د عربستان له ملاتړه د برخمنو وسله والو په واک کې دی او د یمن له نورو جګړو ډېرو خلکو دغه ښار ته پنا وړې ده. ملګري ملتونه وايي چې تازه نښتې د اندېښنې وړ دي او ښايي د لسګونه زره بېځایه شوو کسانو ژوند تریخ کړي. یمن کې له څو کلونو راهیسې د ایران له ملاتړ د برخمنو حوثیانو او حکومت ترمنځ جګړه روانه ده چې زرګونه کسانو ته پکې تر اوسه مرګ ژوبله اوښتې ده.
































