نن چهارشنبه د ناټو د غړو هېوادونو دفاع وزیران د افغانستان په اړه بحث کوي. تر دې غونډې مخکې د ناټو عمومي منشي ویلي چې ښایي سرتېري یې د شرایطو تر سمېدو پورې په افغانستان کې پاتې شی. بلخوا بیا طالبانو امریکایانو ته یو پرانیستی لیک لیکلی او په دې لیک کې یې له امریکايي حکومت غوښتي، چې له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي. د دوی په وینا، جګړه د حل لار نه ده او د دې وخت دی، چې امریکا د جګړې پر ځای د سولې تګلاره غوره کړي. ولسمشرۍ ماڼۍ بیا ویلي چې افغان حکومت لا هم د ناټو مرستو ته اړتیا لري او د ګډ دښمن پر وړاندې ګډه مبارزه اړینه ده.
سره له دې چې په کور د ننه د طالبانو جګړې شدیدې شوې، خو دغه ډله وایي چې جګړه د حل لار نه ده او امریکایان باید د سولې لار خپله کړي. د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر په یوه پرانیستي لیک کې له امریکایي لوري غوښتي، چې د سولې هوکړې ته ژمن پاتې شي او د دوحې له هوکړې سره سم خپل سرتېري له افغانستان وباسي. د ده په وینا، جګړه د حل لاره نه ده او یوازې د خبرو او مذاکراتو پر مټ دواړه لوري اوسنۍ جګړې ته د پای ټکی اېښودلی شي.
طالبانو همداراز له افغانستان د ټولو بهرنیو سرتېرو، نظامي سلاکارانو او روزونکو پر وتلو ټینګار کړی او وایي چې د دوحې هوکړې مطابق باید دغه کسان تر مې میاشتې پورې له افغان خاورې ووځي. ملا برادر دغه راز ویلي، چې په تېرو ۱۹کلونو کې د افغان جګړې په اړه د امریکا هر ډول نظامي تګلاره ناکامه وه او له همدې امله له طالبانو سره د امریکایانو جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل کېږي. په دې لیک کې راځي، له همدې امله تر ټولو منطقي او عاقلانه حل لاره دا ده چې روانه جګړه د خبرو له لارې حل شي او امریکا پر نظامي انتخابونو فکر ونه کړي. د سرچینې په خبره: «په تېرو ۱۹ کلونو کې پوځي قوماندانان بدل شول، تګلارې بدلې شوې، پلانونه بدل شول، خو جګړه ختمه نه شوه. د جګړې د ختمولو یوازینۍ لار د سولې خبرې دي. امریکا یې باید پر ژمنو عمل وکړي او د سرتېرو د ایستلو لپاره دې اقدام وکړي».
ملا برادر د یادو څرګندونو تر څنګ دا هم ویلي چې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته افغانان په خپلو کې د خبرو له لارې سره جوړېدلی شي. د ده په خبره، بین الافغاني خبرې روانې دي او دواړه لوري بریالي کېږي چې په خبرو کې یوې پایلې ته ورسېږي.
بلخوا افغان حکومت بیا وایي چې دوی په افغانستان کې په روان وضعیت کې د ناټو همکارۍ ته اړتیا لري. د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال تازه په یوه مرکه کې ویلي، چې ناټو او افغانستان ته له یوه ګډ دښمن ګواښونه متوجه دي. د مینهپال په خبره، ناټو باید پوه شي چې دلته د دې ګواښ پر وړاندې شریکه او ستراتېژيکه مبارزه په کار ده.
بلخوا د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی، چې روان تاوتریخوالی کم کړي او پر ځای یې دې د سولې خبرې چټکې کړي. د ده په خبره، امریکا ځکه د دوحې هوکړه ارزوي چې وګوري طالبانو یې پر ژمنو عمل کړی دی کنه. د ده په خبره، که طالبان په رښتیا سوله غواړي او د دې غوښتونکي وي چې د سولې هوکړه وساتل شي، نو لا هم فرصت شته او باید د مذاکراتو مېز ته راوګرځي او تر څنګ یې دې اوسنی تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
بلخوا د ناټو سازمان د افغانستان په اړه غونډه جوړوي. د غونډې تر جوړېدو مخکې د دغه سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلی، چې په افغانستان کې به یې د شرایطو تر سمېدو پورې پوځیان حضور ولري او تر هغه به دلته وي چې شرایط برابر شوي نه وي.
































