ښايي ناټو په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د پاتې کېدو پرېکړه وکړي. ډیجیټل ژورنال د نظامي او امنیتي تحلیلوونکو له خولې په یوه مقاله کې لیکلي دي په افغانستان کې وضعیت هسې نه دی روان لکه ناټو او امریکا یې چې تمه لرله. د سرچینې په خبره ټاکل شوې وه چې طالبان او افغان حکومت په خپلو کې مذاکرات مخ ته یوسي، تاوتریخوالی کم شي، د بهرنیو سرتېرو وتلو ته زمینه برابره شي او افغانستان له دایمي ثبات برخمن شي، نو له همدې امله ښایي ناټو ځواکونه په افغانستان کې حضور پيدا کړي، ځکه طالبانو یې پر ژمنو عمل نه دی کړی او په افغانستان کې جګړه لا هم روانه ده. بلخوا ټاکل شوې چې د ناټو ددفاع وزیران نن او سبا د افغانستان او نورو مسایلو په اړه غونډه ولري. تر دې وړاندې بیا طالبانو ویلي چې دوی پر هوکړه عمل کړی دی او امریکایي ځواکونه باید ژر تر ژره له افغانستان ووځي.
































