بایډن به د افغانستان په اړه یوازې خپلې پرېکړې ته لومړیتوب ورکړي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مقاله کې ویلي چې بایډن په افغانستان کې له روان وضعیت او د افغانستان د مسئلې له ټولو لابیګرانو سره بلد دی نو له همدې امله ښایي د چا سلا مشورې ته غوږ و نه نیسي. سرچینه کاږي چې جو بایډن دمګړی د پاتې کېدلو او وتلو ترمنځ حیران دی خو ښایي پرېکړه یې معقوله وي. ورځپاڼه کاږي بایډن به ډېر ژر د افغانستان په اړه خپل وروستی دریځ اعلان کړي خو ښایي د سرتېرو حضور یا دوام په افغانستان کې له روان وضعیت سره وتړي.
































