ددغه هېواد لومړۍ وزیرې په تازه څرګندونو کې ویلي دي چې په تېرو شلو کلونو کې یې سرتېرو د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې ماموریت ترسره کړی دی او اوس ددې وخت دی چې خپل سرتېر تر مې میاشتې له دغه هېواد وباسي. د نوموړې په وینا په افغانستان کې د سولې هوکړه لاسلیک شوې ده او د سیاسي جوړجاړي لپاره هم خبرې روانې دي نو ددوی د سرتېرو حضور ته اړتیا نشته ده. نوي زیلانډ له ۲۰۰۱ز کال راهیسې په افغانستان کې تر ۳۶۰۰ پورې سرتېري لرل چې په بېلو برخو کې یې ماموریت ترسره کاوه.
































