د ترهګرو ډلو پر کړنو د ملګري ملتونو د څار ډلې یو مشر اډمونډ فیټون براون ویلي چې طالبانو لا هم له القاعده ډلې سره اړیکې نه دي پرې کړې. نوموړي دغه راز زیاته کړې چې دغې ډلې تر اوسه پورې نه یوازې له القاعده سره اړیکې نه دي پرې کړې بلکې په هوکړه کې د ذکر شویو ژمنو له ډلې یې پر یوې هغې هم عمل نه دی کړی. براون څرګنده کړې چې طالب ډلې لا هم بهرنیو وسله والو ته اجازه ورکړې ده چې په افغانستان کې روزنه تر لاسه او خپلې لیکې پیاوړې کړي. براون ان بي سي نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د القاعده ډلې له ۲۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې وسله وال فعالیت لري. طالبانو تازه په دې اړه څه نه دي ویلي خو وړاندې تر دې یې ورته راپورونه رد کړي دي.
































