بهرنیو چارو وزارت د افغان سولې او له دغه هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د ناټو د دریځ ملاتړ کړی او زیاته کړې یې ده چې که چېرته طالبان په رښتیا سوله غواړي نو باید پر خپل ژمنو عمل وکړي. دغه وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، افغان حکومت په هېواد کې د سولې راتلو لپاره ډېرې سختې پرېکړې کړې دي خو طالبان بیا په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي دي. خبرپاڼه کاږي، ټولې ښکېلې خواوې باید د سولې بهیر د پرمختګ لپاره خپلې ژمنې او مکلفیتونه پوره کړي. دغه وزارت زیاته کړې، طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی، د ترهګرو ډلو سره یې خپلې اړیکې نه دي پرې کړې، په ښه نیت سره یې د سولې خبرو ته دوام نه دی ورکړی او خوشي شوي طالب زندانیان بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي. د یادونې ده چې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې طالبان باید د خپلو ژمنو په عملي کولو سره د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره کړي.
































