رویټرز اژانس ویلي چې د سولې خبرې له جدي ګواښ سره مخ دي، ځکه چې طالبان پسرلنیو عملیاتو ته چمتوالی نیسي او دغه راز له وروستیو څرګندونو او کړنو څخه یې ښکاري چې سولې ته لازمه لېوالتیا نه لري. راپور کاږي، شاوخوا یو کال وړاندې طالبانو له امریکا سره په دوحه کې د سولې هوکړه لاسلیک کړه او په هوکړه کې په ښکاره ټکو لیکل شوي وو چې طالبان به تاوتریخوالی کموي، له افغان دولت سره به خبرې پیلوي او دغه راز له بهرنیو ترهګرو سره به اړیکې پرې کوي څو د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره شي خو تازه معلومات دا دي طالبانو پر یوې ژمنه هم عمل نه دی کړی. په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر ویلي، چې طالبانو په تاریخي کچه خپل تاوتریخوالی ډېر کړی دی. هغه زیاته کړې، داسې ښکاري چې طالبان سولې ته اراده نه لري ځکه د دوی د معلوماتو له مخې دغې ډلې پسرلنیو بریدونو ته چمتوالی نیولی دی. بلخوا دوو حکومتي سرچینو رویټرز ته ویلي چې افغان حکومت هم امنیتي بنسټونو ته د سرتېرو د تنظیم او د عملیاتو د ډیزاین سپارښتنه کړې ده.
































