په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر له رویټرز سره په خبرو کې ویلي دي، تر دې وړاندې به طالبانو د ژمي په موسم کې جګړې کمولې، خو دا ځل یې برعکس د ژمي په موسم کې هم جګړو او تاوتریخوالي ته ادامه ورکړې ده. د نوموړي په خبره طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی دی او دا د سولې په برخه کې تر ټولو ستر خنډ دی. سکاټ مېلر دا اندېښنه هم څرګنده کړې چې ښايي د پسرلي او اوړي په موسم کې طالبان جګړې لا شدیدې کړي خو له دغه ډلې غواړي چې د جګړې پر ځای د دوحې له هوکړې سره سم د تاوتریخوالي پر کمولو او بین الافغاني مذاکراتو تمرکز وکړي.
































