تر اوږده ځنډ وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسراییلو له لومړي وزیر سره تلیفوني خبرې کړې دي. اسراییلي رسنۍ وایي چې دواړو لورو پوره یو ساعت مهمې خبرې لرلې دي. د امریکا ولسمشر جو بایډن هم په یوه خبري غونډه کې ویلي دي چې خبرې یې ښې وې. وروسته تر هغه چې بایډن واک ته ورسېد نو د اوږدې مودې لپاره یې له اسراییلي چارواکو سره اړیکه نه لرله، چې دې مسئلې د اسراییلو اندېښنه پارولې وه. امریکا د اسراییلو تر ټولو ستر ملاتړی دی چې د ټرمپ په وخت کې ددواړو لورو ترمنځ اړیکې خورا پیاوړې وې، خو اټکل کېږي چې د بایډن په حکومت کې به دا اړیکې کمرنګه شي.
































