ملي دفاع وزارت وایي افغان ځواکونو په کندوز کې د طالبانو یو زندان مات کړی دی. ددغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې افغان ځواکونو تېره شپه د کندوز په آقتاش ولسوالۍ کې د طالبانو یو زندان مات کړی دی او له دغه زندان یې ۲۴ کسه راخوشي کړي دي. په دې ۲۴ کسانو کې ۱۶ د ملي اردو سرتېري، ۲ پولیس، ۴ کومانډویان، ۱ د ملي امنیت عسکر او ملکي وګړی شامل دي. افغان کومانډو ځواکونو تر دې وړاندې هم په ګڼو ولایتونو کې د طالبانو زندانونه مات کړي دي او له هغه یې ملکي او نظامي بندیان خوشي کړي دي.
































