کابل ښار کې د نن ورځې په شوې چاودنه کې د کابل پوهنتون یو استاد مولوي مبشر مسلمیار په ګډون دوه تنه وژل شوي دي. د کابل امنیه قومنداني د چاودنې او پکې د دوو تنو د وژل کېدو پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې د درېیمې حوزې اړوند علي اباد روغتون ته څېرمه پر یو کرولا ډوله موټر ماین چاودنې دوه تنه وژلي خو د وژل شویو کسانو د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي. په ورته وخت کې امنیتي سرچینو ویلي چې د دې چاودنې په پایله کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد مبشر مسلمیار وژل شوی او یو بل استاد معروف راسخ ټپي دی. تر اوسه د دې پېښې مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی. حکومت د دې بریدونو مسوول طالبان بولي خو طالبانو بیا په زغرده په دې بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.
































