د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له نیوزماکس سره په تازه مرکه کې ویلي چې په هیڅ صورت به بیا ټویټر ته راونه ګرځي. هغه یو ځل بیا ځان ته د شخصي ټولنیزې رسنۍ جوړولو خبره کړې ده او ټینګار یې کړی دی چې دا رسنۍ به تر ټولو نورو شبکو اسانه، ارزانه او ډېر مخاطبین ولري. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې ټویټر څه موده وړاندې ویلي وو چې د ټرمپ اکونټ یې د دې لپاره د تل لپاره تړلی دی چې نوموړی له همدې لارې د خپلو پلویانو د پارولو لپاره کار وانخلي. د ټویټر مالي مدیر ناډ سګال ویلي وو چې هیڅکله به بیا ټرمپ ته د اکونټ جوړولو اجازه ورنه کړي.
































