د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت مسوولین وايي، له وچکالۍ سره مبارزې ته چمتو دي. د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني وويل، راتلونکی کال وچکالي د یو لوی ګواښ په توګه پېژندل شوې، خو ياد وزارت اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ، وچکالۍ سره يې د مبارزې کميسيون جوړ کړی دی. په دې کمیسیون کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت، په افغانستان کې د جاپان سفارت او د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام سره په ګډه دې پايلې ته رسېدلي چې د وچکالۍ له کبله زيان ليدونکې سيمې وپېژني او يادو سيمو ته د وچکالۍ رسېدو پر مهال مرستې ورسېږي. د جيلاني په وينا، د هېواد شمال ختیځ او سوېل لوېديځې برخې به د وچکالۍ له کبله ډېرې زيامنې شي.
































