په افغانستان کې له روان سیاسي وضعیت د مرکزي اسیا هېوادونه اندېښمن دي. د مرکزي اسیا د تحقیق او تحلیل مرکز وايي افغانستان په سیمه کې مهم هېواد دی او ددغه هېواد نا امني د سیمې د ګڼو هېوادونو امنیت ګواښلی شي. د سرچینې په خبره د مرکزي اسیا هېوادونه همدا اوس په افغانستان کې له جګړو، د سولې له خبرو او روانو ناندریو اندېښنه لري. د سرچینې په خبره له طالبانو سره د امریکا سوله به ددې سبب شي چې دغه ډله پیاوړې شي او افغان حکومت یې هم پر وړاندې سمه مبارزه و نه شي کړی، تر څنګ یې ددغه ډلې په لیکو کې د مرکزي اسیا د هېوادونو سلګونه کسان هم شته دي چې ښایي ددغه هېوادونو امنیت ته خطر متوجه کړي. سرچینه کاږي د مرکزي اسیا هېوادونه په افغانستان کې له روان وضعیت سخت اندېښمن دي چې له همدې امله یې په ځلونو ګډ نظامي تمرینات پيل کړي دي او هڅه کوي د افغانستان د سولې په پروسه کې هم همکاري وکړي.
































