د کندهار ښار د ۷مې امنیتي حوزې اړوند د پنجوايي دوه لارې په سیمه کې د ماین چاودنې ۱۴ ملکي وګړي ټپیان کړې دي. پېښه تېر ماښام شاوخوا اته بجې شوې ده. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، چاودنه د یوې نانوايي مخې ته په بایسکل کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله شوې چې د ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه پکې ټپيان شوي دي. د کندهار ښار د میرویس روغتون یوه ډاکټر وویل، چې د پېښې له ځایه ۱۴ ټپیان وروړل شوي چې د ځینو ټپونه ژور دي. پرون غرمه د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې هم د سړک غاړې ماین چاودنې دوه ملکي وګړي ټپیان کړي وو. بارکزی وايي، چاودنه د دې ولسوالۍ په بابرو سیمه کې پر دوو ملکي وګړو شوې وه چې دواړه ملکي وګړي یې ټپيان کړي چې د یوه پښې پرې شوي او بل لږ ټپي دی.































