امریکا وايي، له ایران سره د اټومي تړون د ډيپلوماتيکې حل لارې لپاره تیاره ده چې د دغه هېواد او ۱+۵ غونډه کې د ګډون لپاره د اروپايي ټولنې بلنه ومني. تر دې مخکې د امریکا، بریتانیا، فرانسې او جرمني بهرنیو چارو وزیرانو په ګډ بیان کې ایران ته خبرداری ورکړ چې د اړوند پروتکل د ځنډولو او د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس پلټونکو د لاسرسي محدودلو خطرناک ګام پایلې هم په پام کې ونیسي. انتوني بلېنکن، ډومینیک راب، جان ایو لودریان او هایکو ماس پرون له انلین غونډې وروسته په یوه بیان کې له ایران وغوښتل چې د اټومي تړون ټولو ژمنو باندې ودرېږي. دوی د اټومي تړون اړوند پروتکل ځنډول او پام وړ بټیو ته د اټومي انرژۍ د اژانس د پلټونکي مخنیوي خطرناک وباله او له ایران یې وغوښتل چې بدې پایلې یې هم پام کې ونیسی.
































