د ناټو عمومي سر منشي، ینس سټولټنبرګ ویلي، چې د عراق حکومت په غوښتنه په دغه هیواد کې د سرتېرو شمېر له ۵ سوه څخه ۴ زرو ته لوړوي. سټولټنبرګ ویلي هر هغه څه چې دغه تړون یې په عراق کې ترسره کوي د عراق د حکومت د اړتیا او غوښتنې په اساس دي او د هغه په وینا داعش لا هم په عراق کې فعالیت لري او باید د دې ډلې د بیا راټوکېدو مخنیوی وشي.
































