د کورنیو چارو وزیر مسعود انداربي وايي، د لویو لارو د ستونزو هوارولو ته پر وخت رسیدګي کیږي. نوموړي د ترانسپورټي شرکتونو له مسؤلینو سره لیدنه کې هغوی ته پر لویو لارو د ستونزو د هوارولو ډاډ ورکړی دی. اندرابي ویلي چې د ولایتونو امنیه قوماندانانو ته دنده سپارل شوې چې د لویو لارو د ستونزو هواري پخپلو کاري لومړیتوبو کې ونیسي او هره ورځ د خپل کار نتیجه له کورنیو چارو وزارت سره شریکه کړي. نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې له شااوخوا درې اونیو راپدېخوا د بار وړونکو موټرو چلوونکو کاري اعتصاب پیل کړی و. یاد موټر چلوونکي وايي چې پر لویو لارو له دوی څخه په غیر قانوني ډول پیسې اخیستل کیږي او په وینا یې وهل ټکول کیږي.
































