د امریکا دفاع وزیر لویډ جیمز اسټين د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په وروستۍ ورځ وویل، چې له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې بېړه نه کوي او د امریکایي ځواکونو وتل به په منظم شکل وي. د امریکا دفاع وزیر له ناټو غړو هېوادونو مننه وکړه، چې افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ عملیاتو ته ژمن دي. اسټین په خپلو خبرو کې په مکرر ډول وویل، چې د افغان سولې او امریکایي ځواکونو وتلو په برخه کې به له خپلو ملګرو او شریکانو سره مشورې کوي. هغه دا هم وویل، چې واشنګټن د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکو هڅو ته ژمن دی.
































