افغان حکومت د ناټو د هغې پرېکړې هرکلی کړى چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې، تجهیز او سلا مشوروته به دوام ورکوي او د ځواکونه په وتلو کې بېړه نه کوي. دغه څرګندونې د ولسمشر د وياند مرستيال دواخان مينه پال په خپله ټويټرپاڼه کې کړې دي. نوموړى وايي چې حکومت د ناټو د دې پرېکړې هرکلی کوي چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې، تجهیز او سلا مشوروته به دوام ورکوي او د ځواکونو په وتلو کي بېړه نه کوي. د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ انلاين غونډه تېره ورځ ناوخته له کومې څرګندې پرېکړې پرته پاى ته ورسېده.
































