د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۲۷ میلیونه ډېر کسان په کرونا اخته شوي او تر ۴۹۳ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۱۰ میلیونه ډېر شوی او تر دوه میلیونه او ۴۰۰ زره ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي. په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۹۴ زره او ۸۸۷ تنو ته رسېدلی دی. د دې تر څنګ په برازیل کې ۲۴۳زره او ۴۵۷، په مکسیکو کې ۱۷۸زره او ۱۰۸، په هند کې ۱۵۶زره او ۱۱۱، په بریټانیا کې ۱۱۹ زره او ۶۱۴، په ایران کې ۵۹ زره او ۲۶۴ او په پاکستان کې ۱۲ زره او ۵۲۷ تنه تر دې دمه کرونا وبا مړه کړې دي.
































