ولسمشر غني د ناټو له سرمنشي سره ټليفوني خبرې کړې دي. په دې ټليفوني مکالمه کې، دواړو لورو د سولې پروسې، د ناټو سازمان د غړو هيوادونو د دفاع وزيرانو کنفرانس او له افغان ځواکونو د ناټو د دوامداره ملاتړ په اړه بحث او خبرې کړې دي. د ناټو سرمنشي ینس سټولتنبرګ ويلي چې، د ناټو غړي هيوادونه د افغان سولې پروسه کې له فعالې ډيپلوماسۍ استفاده کوي، ترڅو دغه پروسه بريالۍ شي. هغه په افغانستان کې د تاوتريخوالي زياتېدو په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ ويلي، د دې سازمان د ټولو غړو هيوادونو پرېکړې به مشروطې وي او په هغه کې به له امريکا سره له نږدې همغږي وکړي. سټولټنبرګ له افغانستان څخه د امريکايي او ناټو ځواکونو د وتلو په اړه وويل، مشورې دوام لري او تر اوسه په دې اړه تصميم نه دی نيول شوی او همداراز د طالبانو او امريکا ترمنځ د لاسليک شوي هوکړه ليک بیاکتنه د امريکا له لوري جريان لري.
































