د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي د افغانستان اوسني وضعیت او د سیمه ییزې او نړیوالې ترهګرۍ د فعال حضور له امله شته ننګونو ته په پام سره د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره لازم شرایط کیدای شي د دواړو لورو د خبرو او تلپاتې سولې ته د رسېدو په پایله کې رامنځته شي. عبدالله د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو له وروستۍ پرېکړې چې د سولې له بهیر، بین الافغاني خبرو، د تاوتریخوالي پای ته رسولو، د خبرو مېز ته له راګرځېدو څخه یې ملاتړ ښودلی او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي هرکلی کړی دی.
































