د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه سره پر افغان سولې خبرې کړې دي. د پاکستان د پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې کابلوف اسلام اباد ته د رسمي سفر پر مهال د پوځ له مشر جنرال قمر باجوه سره لیدلي دي. سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې جنرال باجوه ویلي چې د افغانستان سوله د ټولې سیمې په ګټه ده او په همدې موخه دوی د افغان سولې پروسې ملاتړ کوي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو دافغان سولې پروسې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې او کابلوف د پاکستان د هڅو ستاینه کړې ده. د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په داسې حال کې پاکستان ته سفر کړی چې درې ورځې مخکې یې په یوه مرکه کې په ډاګه کړې وه، چې ددوحې د سولې پروسه بې مانا ده او په افغانستان کې باید لنډمهاله ایتلافي حکومت جوړ شي، چې افغان حکومت یې دا څرکندونې رد کړې.
































