د راپورونو له مخې لومړۍ چاودنه د کابل ښار د دارالامان پر سړک شوې ده. ویل کېږي چې په دې سیمه کې پر یوه کرولا ډوله موټر پسې نښلول شوي مقناطیسي ماین چاودنه کړې ده. ناتایید شوي راپورونه په دغه پېښه کې د یوه کس د وژل کېدو او یوه بل د ټپي کېدو خبر ورکوي. بلخوا د کابل ښار د کارته پروان په سیمه کې هم چاودنه شوې ده. عیني شاهدان وايي چې چاودنه خورا درنه وه او داسې ښکاري چې مقناطیسي ماین به و. په چاودنه کې یو کرولا ډوله موټر په بشپړه توګه له منځه تللی دی. د مرګ ژوبلې په اړه یې تر دې دمه معلومات نشته دي.
































